۹ دسمبر ۲۰۱۰-کليفورنيا-امريکا
د ٢٠١٠ کال د دسمبر څلورمه د شنبى ورځ وه او زه د امريکا د کنزاس ايالت څخه کليفورنيا ته په الوتکه (طياره) کی روان ووم، په الوتکه کی تقريبآ دوه سوه سيټونه وو خو په دغه پرواز کی تقريبآ ۵۰-۶۰ سورلۍ وي. سفر ډير ښه وو، خو زه په يو بل چرت کی ډوب ووم د خپل هيواد افغانستان او په ځانګړى ډول د پښتون اولس د اوسنۍ غميزى په اړه په فکرونو کى لاهو ووم. د خپل ژوند په دی اخره کی می د کار او وظيفی له امله سفرونه په نصيب شويدي. نو په داسی وخت کی چی سفر اوږد وي دچرت وهلو څخه مفت شی به بل چيری پيدا شی. زه په چرتونو کی ووم او الوتکى خپل مزل لنډوو، د امريکا دی تمدن، پرمختللی ټکنالوجۍ او نور ډير شيان به می په فکر او خيال کی ګرځيدل را ګرځيدل. د ځان سره به می ويل چی ولی زمونږ هيواد لکه د امريکا اود نړۍ د نورو هيوادونو په شان پرمختللی نه دی، ولی مونږ خو د چا نه کم نه يو. دلته به می کتل چی د ژوندهر يو شى ښه په منظم ډول روان دى او چی افغانستان ته به می فکر شو نو بيا هر شی اولټه او سرچپه ښکاريده.
که د افغانستان او پښتون اولس لرغونى تاريخ ته نظر واچو نو زمونږ تاريخ پنځه زره کلن قدامت لرى چى د نړۍ ځيني هيوادونه دومره اوږد تاريخ نه لرى لکه چى مونږ يى لرو. خو سره د هغى هم وروسته پاتى يو. دافغانستان جغرافيوى مؤقيت ته مى نظر شو، نو ويل مى چى د نړۍ ډير هيوادونه هم مونږ ته ورته جغرافيوى مؤقيتونه لرى خو په سوله کى ژوند کوى او د يو بل د خاورى او خلکو درناوى کوى. بيا مى فکر شو چى زمونږ د اوسنيو غميزو علت به اسلام وى. دا خو ښکاره خبره ده چى عيسايان او يهودان د اسلام سره دشمنى لرى خو ددي مذهبونو پيروان زمونږ د هيواد سره کومه ګډه پوله نه لرى نو بيا ولى د بدبختيو سره لاس او ګريوان يو؟ د افغانستان ګاونډي هيوادونه پرته د چين څخه ټول مسلمان هيوادونه دي چى د مشترک دين او مذهب په درلودلو سره بيا هم زمونږ سره اختلافات لرى. نو دلته خبره روښانه شوه چى دا يواځى پښتونولى ده، نه اسلام، چى مونږ ته په دومره ګرانه بيه پريوتى ده.
فکر ته می راغله چی دا به زمونږ قسمت او تقدير وی او دا هر څه د خداى له طرفه دي چى بايد و يى منو، د خپل ځان د تير ايستلو لپاره مى په قسمت او تقدير تکيه وکړه، خو يو ناڅاپه راته د کوزى پښتونخوا د صوفى شاعر رحمان بابا دا شعر را ياد شو.
" په تدبير چی د بيړۍ سوری بند نه کړی ... دا تقدير دی چی بيړۍ به دي ډوبيږی"
خوب وينم عالمه چی پښتون دی راويښيږی
د غفلت په خوب ويده وو خو اوس را بيداريږی
خوب وينم عالمه چی ايران او پاکستان په ورکيدو دي
پر مخ ددغی خاوری لوی افغانستان به نور جوړيږی
ګورم چی خوشحال دی، بياض يی دی په لاس
وايی په دی کی خوبونه د رحمان دي تعبيريږی
قسم يی دی خوړلی نور به نه کوی خوبونه د غفلت
په جهل پوره نه شوه کتاب و قلم ته نور اړ کيږی
دعوی د خپلی ژبی او وطن افغانستان کړی
اخلی له غليمه انتقام که په زور او رضا کيږی
پښتون دی پوهه شوی رټل کيږی خپل هيواد کی
اتحاد ته ضرورت دی ولی هسی حلاليږی؟
جنګ کوی پښتون بقا د بل لپاره
که لر دی او که بر دی بس پښتون دی تباه کيږی
په سيمه او نړۍ کی نه دوست لری نه ورور
ټول جهان ورته دښمن دی لوی اسمان پری نه رحميږی
يو عهد او پيمان ته اړتيا ده پيدا شوی
پښتون به نور د جهل او نا پوهۍ سره جنګيږی
ګوره ای پښتونه ياره ربانی او قانونی در څخه بيل کړه
د نظار پليته ډله اوس ايران او امريکا باندی خرڅيږی
راويښ شه او راوزه له غوږونو د پيلانو
دا ستا په سرنوشت نړيوالی لوبي کيږی
قسم پښتون ته کړی اولادونو د يزيد
خو پښتون بد بخته قوم لا په دي هم نه پوهيږی
وطن ستا دی او تا دی ازاد کړی له دشمنه
خو ته د خپلی ژبی په ويلو اوس شرميږی
تاجک، ازبک او هزاره شول خاوندان ددغی خاوری
خپله خاوره کی پښتون په اوغان غول باندی ياديږی
هزاره ګان چی د ايران او خمينی کليمه وايی
پښتون د کوزی پښتونخواه، پاکستانی باندی ياديږی
طالبان يی کړل بدنام په القاعده او ای-اس-ای
خو مسعود وطنفروش په قهرمان باندی ياديږی
که په دی جنګ کی ناکام شوی او فرصت در څخه لاړ
نو خدايږو ای لاليه، چی نور به نو ورکيږی
ټول جهان او ګاونډيان درته يو شوی
بس تر عمره به غلام يی او غلام به پاتی کيږی
ستميان، پرچميان او جمعيتيان سره يوځای شول
بس ته هم متحد شه چی په دی به کاميابيږی
تاريخونه دي جوړ کړي ستا نيکونو او پلرونو
دسيسي درته جوړيږى او تاريخ دى مسخه کيږى
(پا چا) څومره به لګيا يي په ويلو دغه قوم ته
په خوله خو ټول لګيا دي اوس عمل کی به څه کيږی؟