نن بىا دې چې په شونډوبهانې راوړي دي
له مىو نه دې تشې پىمانې راوړي دي
پروا مكړه اشنا ستا د وصال هرې ګړۍ ته
په موټې كې د زړه مې زمانې راوړي دي
حضور ته دې جانانه بې سينګاره نه راځم
هر تار كې د ګرېوان مې دردانې راوړې دي
اوس خود به باره ؤ د خړ سېلاب په او ږ و كډې
ناوې ته مو ملګرو آشيانې راوړې دي
په وينو ټوكېدلې مې دي زړي ددردونو
په شعر كې مې چې كومې ترانې راوړې دي
نور مه څاره دحسن تماشې ته دچا سترګې
(حسن)درته د مىنې خزانې راوړې دي