دخپریدو نیټه : 2010-12-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
نبیله وفا
د وښکو ډنډ دے په دې ډنډ کې مې ليمه ډوبيږي
بل درد د غم دے چې له درده مې دا زړه خوږيږي
تاته به ښکاري دا د سپينو اوبو دوه رودونه
دا وښکې نه دي له دې سترګو نه مې زړه څڅيږي
هر څو که وګورمه ستا د محبت نښو ته
خو بې له تا مې په بل هیڅ شي مينه نه سړيږي
زه لیونۍ نه یم چې ستا د عشقه لاس واخلمه
هغه چې اخلي نو د عشق په معنی څه پوهيږي
راځۍ چې نورې مستقيم لارې کږې وباسو
دا پښتانه په سمه نه په کږه ښه پوهیږي
مونږ چې د خپل د درد کتاب عالم ته پرانه نيزو
زمونږ له درده به څوک څنګه په کاله خبريږي
ځینې خبرې عملي ګامونه غواړي د ژوند
ځينې خبرې په خبرو باندې نه سميږي
خداے خبر څه ېې د فکرونو په ګلشن کې راشي
جانان زما تر کوره راشي خو له وره ستنيږي
ستا محبت له به زه دومره زړه له کومه راوړم
ستا محبت چې په دې دومره زړه کې نه ځايړي
هم دا انسان دے چې د ځان په معنی پوهه نه شو
هم دا انسان دے چې د ځان په معنی ښه پوهيږي
بلا که وليکم غزلې ستا د حسن په نوم
ستا د ادا غوندې خو يو هم غزل نه جوړيږي