مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

هارون حکیمي


ستاکه غرونه اند ېښنې زړه کي ځاییږي
ما در نیسه ! چي له تنه مي ساه خیږي

توره شپه ده مزل ستړی منزل ورک دی
کله ؟ څنگه ؟ چیري دا کاروان رسیږي؟

د مینو زړونه څاڅکي د سرو وینو
خیال یې ساته چي نازک دي ژرماتیږي

عمرخپله یوالهام د تاوده  لمر دی
دا واورین اننگي ژر زبېښه ویلیږي

د ژوندي گلاب خاصیت استقامت دی
چي خزان شي بیا د باد پراوږو لویږي

که هارون له دغه اوره ژوندی ووت
دغه اوربه دهارون په لاس مړکیږي.


10-12-15
کابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery