مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ژوند معنی

رڼآ مومندی

سترګو داشنا نه بل څه نه لرم
دی واړه دنیا نه بل څه نه لرم
پاتی په سارا دژوند کی پاتی یم
مینی بی له تانه بل څه نه لرم

لښته د ځوانی راته ژړا کوی
ستا په یاد کی پایی مشغولا کوی
زړه می ښویدلی لار دمینی کی
هرځلی چی وګورئ خطا کوی

رسم د دنیا نه لیری پاتی شوم
سترګو د اشنانه لیری پاتی شوم
زړه به یی په شرنګ دنغمی غلی وو
هغه دلربا نه لیری پاتی شوم

سآ می ستا په سآ کی ده نور څّه لرم
خیال می ستا په خوا کی ده نور څه لرم
ولی به بندی ستا د غم نه یمه
زړه می په سودا کی نور څه لرم

راشه ځنځیرونه رانه لیری کړه
مینه کی جبرونه رانه لیری کړه
سترګو کی چی پاتی په کلونو دی
اوښکو نه ډڼډوڼه رانه لیری که

راشه نن آزاد دزړه مرغه که ته
لیری له فریاد دزړه مرغه که ته
یا راته د زړه بدل کی زړه راکړه
یا خو می برباد دزړه مرغه که ته

ستا دزړه کیسه به په ما هیره شی
دا دغم شیبه به په ماتیره شی
پیښ په ما فصلونه دغم ډیر شوله
دغه قافله به په ما تیره شی

چیری دردونو یاره ورک شولی
ما نه د یادونو یاره ورک شولی
پاڼه د ژوندون په رژیدلو ده
ګوره دفصلونو یاره ورک شولی

ژوند خو بی له تانه معنی نه لری
حسن بی اشنا نه معنی نه لری
راشه د رحمت بارانه زړونو ته
مینه بی ښکلانه معنی نه لری

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery