دخپریدو نیټه : 2010-12-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تنزري
اټک يوسفزی
ورک زموږ له غرونو نه بازان کړې ته
ربه خوار تنزري پاچايان کړې ته
خدايه د هوسۍ ښېرا قبوله کړه
شل ورته په غبرګو پښو زمريان کړې ته
دا د زهرو ډک قوي قوي ماران
ټول نور د چنچڼو غلامان کړې ته
هسې خو په بل شکل خپليږي نه
خدايه راتاوان په ما جانان کړې ته
دا زموږ نه اوس پردی پردی اټک
بېرته خپله برخه د افغان کړې ته
/ کامه