مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-12-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

محمود نظری

خوړین زړه

طنز
له دې سپینو برزګانو څخه تور شو زموږ زړه
چې په پاکو پیسو  یې وکړی خپل مردار زړه
ډیربند شوي دی د پیسو د څوڼو په الغه کې
ډیروسوړ کړ په پښتون  کام خپل تنور زړه
راغله له هرې لوري روي وینې څښونکي
ورسره  یې دلته  وکړه ژورو ته  ډاډ د زړه
دیموکراسۍ يې په کشولو راوسته  د خرونو
کلانتر يي  ورته  وټاکه  یو خر کار  بې  زړه
هغه ټول کړه د شخصي نزاکت په پلمه
د ګور چنجان او شین  یې کړ  په هغه خپل زړه
په شلو استخبارتي کړویو پلورل شوو یې
کښانده او اریان کړ د انسان او پیري زړه
د وجدان د پیر او پلور ازاد بازار جوړ شو
له یو ډالره نیولی تر زرو شوه بیه د یوتور  زړه
ګاونډیانو په شنو لوټونو رانیوله تور زړونه
پاته نشو  بې خرڅلاوه ان یو برګ زړه
ټاکنې پيل شوې  د تورو د سپينولو لپاره
ټولو خپل تور کړه سپين په   خپله په یوه  زړه
لکه حاجیان  سپین شول ټوله له  توره
دراکولا ته  یې روا کړه   وینه د  هرمظلوم د زړه
سپين  کالي سپینه ږیره سپینې تسبې په لاس
د تاریخ  په سپينې دړې یې نخښ کړ خپل  تور زړه
نه پوهیږم د چا سره  خلاصه کړم د زړه غوټه
دادنیا ولي موږ ته غروړی لري په زړه
وايي موږ راوستلی دلته هیومن رایت دی
 دا رایت ولي ریږدوي په بمبارد د هیومن  زړه
په پښتون ولس ولي هر څوک زړه تشوي
د پښتون په حق ولي دربیږي ددنیا زړه
ولي دنیا په غوسه  توپک نیولی  مسلمان ته
ولي د خدایه نه  لري ویره   دا نصرانیان په زړه
موږ نه لرو یو باتوره  زړه سواندی کلانتر
هغه چې د وطن په کار کې نه وي دوه زړه
نه  داسی چې په  یو تلیفون یې نس  خراب شي
نه داسې  بې څټه  زړه لوغی او  بې زړه
څرنګه ازغی را وکاږ م پر دې  خوار زړه
څنګه په  دې ګنډ کپو خواله دی ددنیا زړه

زړه خوړینې شو ولس په داسې  خرکراسۍ
ټولو ښکاریانویوازې  نیولې نښه  د  پښتون زړه

کنایي
زړه ورکړی ( عاشق)، زړه توریدل ( ناامیدی یا بیزاری)، د زړه د څوڼو په الغه کښیوتل( عاشق)؛ زړه اخیستل ( جرات پیدا کول ؛ په مات زړه کار کول ( بی شوقه کار کول) ـ زړه سړول ( کست اخیستل ) ؛ دزړه غوټه خلا صول (  غم لیری  کول )؛ - د زړه ډاډ( اطمنان)؛ ازغی پر زړه راکښل( تحملول)
زړه پوره کول( خاطر جمع)؛ په زړه کې غروړی درلودل( کینه لرل): لوی زړه( سخاوت)؛ زړه دربول( وسواس)؛ زړه کښانده ول( مشوش)؛ زړه اچول( ویره)؛ زړه اور اخیستل( غچ ، تږی)؛ دوه زړه کیدل( متردد)؛ زړه تورن( متنفر)؛ زړه لږیدل( غمجن)؛ زړه توریدل ( ناامیدي یا بیزاري)، زړه خوړینی (غمجن، پرېشانه)،زړه شینی( په عذاب)؛زړه لوغی( هغه غوا چې د شیدو وروکولو  وتلی وی)؛ بی زړه ( ډارن)؛ دوه زړه ( زړه نا زړه)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery