رشک
چې ورانۍ کې د جنت له رشکه سوځي
د افغان ښکلیه وطنه در لوګی شم
شرق او غرب چې ئې په خپل نوبت داغلی
ستا زخمي، زخمي بدن ته سپیلنی شم
۲۰۰۲.۱.۲
د افغانانو بازار
د انسان هستي ته اور شوه ټوله ځمکه
د ژوندون پانګه د مرګ په تول شوه سپکه
د عزت او د آبرو بازار شو ګرم
هر افغان نه د علاج لاره شوه ورکه
۲۰۰۲.۵.۵
د افغان وطن
پرون بل وو پکې سره اورونه هر خوا
نن ئې خړ لوګي جګیږي له ګوګله
ددنیا لمن ئې تنګه ده لوی غم ته
د افغان وطن کړ وران هر چا څو ځله