که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شئ ،شئ ېو موټۍ د پنجو
اوس د علم او فن جګړه ده خبردار شۍ
توپک پریږدۍ قلم خپل کړۍ میړنو
دغه لنډ عمر کی یؤ تر بله جار شۍ
تېر په هېر کړۍ ټغر ټول د تربګنو
که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شئ ،شئ ېو موټۍ د پنجو
مورنۍ ژبه کړۍ خپله ، مکړۍ تاسی د پردو
که نه درومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو
ملتونه پیژانده شي په خپل ژبه هم په کړو
ستا نه دواړه درومي لاړل په ورو ،ورو
که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شئ ،شئ ېو موټۍ د پنجو
د مور ژبه هیره نه کړۍ که ځاې راشي د روپو
د کلتور او د فرهنګ مو تلل مکړۍ په پیسو
که په کور وي که په کار وي که په ښار که په باڼډو
پښتو وکړۍ ، پښتو واییئ ،پښتو وکړۍ د نيکو
که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شئ ،شئ ېو موټۍ د پنجو
ګيله مند زه د بل نه یم هر څه ورک کړل خپل بچو
ونې تبر ته اسره کړه لاستۍ زما یي د شاخو
چی پېښی کاندي د نورو خپلی هیرې کړي درنو
شي را یادې ماته پیښې بیا زرکو د کارغو
که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شئ ،شئ ېو موټۍ د پنجو
د حامد چې اوښکې تړمې، تړمې څاڅي
د اوښانو د کاروان رسۍ نور مه تړۍ په خرو
ما ځولۍ درته نیولې د مور،ژبې خېر د غواړم
ګوندې وکوي اغېزه په دا بعضې لېونو
که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شئ ،شئ ېو موټۍ د پنجو
ستاکتن کليفورنیا