ډکــې پــیــمـانـې شـونــډې قـلــنــګ غـواړې
بــڼ د لـــیــونــو ځــان تــه رنــګ غــواړې
بـــیـا پــه ګـلـــدرو ئــې ســوګــنــدونـه کـړل
روح د مـوســیـقـۍ د ربــاب ټــنـګ غـواړې
شپـې د شـوګـیــرې ســپـیــنـه خــبــره کـــړه
مــیـــنــه مــحـبــت د ســتــرګـو جـــنګ غـواړې
ژبــه د اظـهــار ئـې ښــه رنـګیــنـه کـــړه
فـکــر د ځـوانـۍ لا هــومـره دنــګ غــــواړې
عـــقــل پــیــمــانــې څـه د زړښــت ژونــدون
وخت د خـوشحال خــان د تـورې شرنګ غواړې
بــخــــت د ازادۍ د نــوې ســـوچ نــاوې
وائــې نسیـم سـتـوری پـه قــام نــنـګ غـواړې