ستا په شوخ نظر په ښکليه څه وشي؟
زړه کې به يو بل ته تله راتله وشي
وابه نه وړې کله د پى مخو نه
شېخه که ستا ږېره تر نامه وشي
سم شه اى رقيبه ګنې وابه ورې
زما به د خپل يار سره واده وشي
ته هم عجيبه يې ښکلي ګورې نه
دې ته خو ولاکه د چا زړه وشي
سل دې غمازان يو دې رېبار نه وي
مينه د نقيب به خاورې ښه وشي