دخپریدو نیټه : 2011-01-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هنر
محمدسرور وکیلي
زدکړه و بچوته دي هنر!
خودا پانګه هیڅ نه لري خطر
دهنرپانګه پایزه وګړي ده
د ورِکي اوتاوان نه لري خطر
دا دژوند ترپایه وي ملګرې
بیانه غل او نه غلیم لري هنر
د زر په شانو نسې خرڅېدلی
نېکمرغي ورله راوړي له لروبر
د مرګ ترسُوګلوُبه ورسره وي
ورته اړ به وي ختیز لوېدیز بشر
په هرځای ده داخبره معتبر ه
ګوره معنوي اومادي پانګه ده هنر
په هر ګون نسي هنر، مخ د نا پوهۍ
په رښت ده بیاروزنه ګوهر د هرهنر