طنز
بیاراغله وختونه د چنګیز او اورنګ
لکه دروس سره کوڅه په کوڅه جنګ
بیا د چا ملا ماته شوه دچا کور وران
دکلي لوټې شوې په وینو رنګ پنګ
بیا شوې میندي پټه خوله لوند ګریوان
وچي شوی د پلار اوښکې د زوی په وژنګ
یوخبریال چې اوریدلې وه آزادي د بیان
ورغی دخان ماڼې ته په غورځنګ
په ډیر زحمت يې ورسوی تر هغه ځان
خان یې ویده ولید د بڼکو پر پالنګ
هغه کله اوریده د هدیری کلي داستان
لکه مجاور نذرته پروت و اړنګ دوړنګ
له بهره ششنهار وو د مظاهره چیانو
وې د ټاکنو مشر دی خورا خر دنګ
د کندهار دزړو ونو دماتیدو وو غچ پڅ
دبمونو ، ټانکونو ازانګه وه د غړمبنګ
په کلی کې ګډه د لیوانو انګولاوه
د پسونو د زړو اوریده کیده ګړنجونګ
د کلال د ډک دوکان د پخوو منګیانو
دیو یو د ماتیدوږغ راته کړنګ کړنګ
د رادیوګانو او تلویزیونو غژهار وو
هر یو چلید دشمن په جهیز و قلنګ
بنګهار و، شنګهار و، ایسهار و
څغهارو ، ، شغهارو او الهنګ
دټولو هڅه وه چې راویښ کړی خان
چې په توره ورځ یې لیده خوبونه رنګارنګ
جایزه کیښووله د نوبل هغه چاته یونما
چې یې وېښ کړ خان په خپل نیرنګ
د هري لوري راشوه شوه ماهران
په غړونګ غړنګ او ډونګ ډنګ
یوې ښکلې ورته وښوروله ګنګرو ګان
جوړ یې کړ دپایزیبو شرنګا شرنګ
بل سور کړ ورته رباب د آدم خان
د زوړ رباب یې ویست د ځګر زنګ
راغله ورته دکلي مست زنګیان
څوڼې یې وغورځولې په ټونګ او ټنګ
راوست موټر ور ته نژدې موټروان
لاس يې کيښود دګاډۍ پر هارنګ
راغله ورته له غوجلې مست کرنګیان
هغو زړه یخ کړ په خپل هنګا او انګ
په راټول شوه محلي بزمي سازیان
یو پورته کړ د دوه سره ډول درنګ
بل ډنګر وپړسول خپل باړخوګان
د سورنا دخولې یې ویسته پنګ
د ټرومپيټ او کورنیټ باجه خانې
جوړ کړ ورته خورا غړونګ غړنګ
خان ویده و لکه زوی راوړې لنګه
ان نه اووښت له ډیر نازه په بل څنګ
راغی ورته یو هډپوه له جاپانه
د خان د سر یو تا ر یې وشکوی ترنګ
هغه ونه ښود په شکولو هیڅ غبرګون
یوازې په یو بل اړخ اوښت لکه بادرنګ
هغه یې یو د بل پسې شکول وېښتان
تر هغه چې اسمان شو په غرومبیدنګ
روږد و د ورځي په خوبونو خان
ځکه کارمندان یې آموخته وه په پټېدنګ
په دا دومره اندوخر، شوراو فغان
راوېښ نه شو هغه زموږ خان ډبنګ
په راټول شوه د وطن ټوله ملنګان
یو یاسین وایه نوروه په رینګ رینګ
دهر چا چې په زړه کې ګرځید کوم ګمان
هغه يي عملي کوی بې درنګ
ورته راغی یو زوړ سیاسي دوړن
ول تر وېښه یې ښه دی ویدیدنګ
هغه له ډنګرتوبه دریدلی نشي سم
ښه ده دا چې ویده وي یومیلیونه ترنګ
د ورځي خوب خان ته نه لري تاوان
سیاست د خوب سره لرې اوس تړنګ
راغله ورته څو پوه پک ډاکټران
چې پوه یې اخیستې وه له افرنګ
هغو ویل درباریانو ته په اطمینان
د سپو زکام نیولی خان دی بې ا رنګ
زکام غوږونه کاڼه کوي ژبه ور البنګ
په ږغ امکان نه لري دهغه وېښېدنګ
که غواړئ چې را ویښ کړئ هغه اسان
یوازینۍ لاره يې ده سره کشیدنګ
وې ولي غواړئ خان را وېښ کړئ ؟
کوم خاین لري د هغه د وېښیدو بړینګ
پوه شئ که هغه نا پوه پورته کړه باڼه ګان
هغه ګړۍ یې دی قبر ته شوه کیدنګ
په دې خو هر نا پوه لا ښه پوهیږي
چې تر تور لحد ښه دی د قو پالنګ
دې زکام نیولي د نړۍ ټوله مشران
هغود خپل ولس غوښتنوته دی سنګ
اوس د خپل ولس نه اوري هیڅ واکمن
هیڅوک نه بولی هغوی په دې کړو خنګ
ځکه زکام نیولی له سره ټول سیاستمدارن
څوک ویده، څوک کاڼه، څوک دی منګ
هر چیري یو ډول اخ او ډب دی روان
دمشرانو کړه دی تل د ظالم ولس په انګ
دوی له همدې لپاره شوی غورچاڼ
چې راویښ نه شي په نړیدو د هر خرنګ
مشران ځکه د سپو زکام ژر نیسي
مازی د خپل خاوند اوري دنورو کوی څنګ
تاسو وویاړئ په داسي باتور خان
چې نه راویښیږي د نرزوی په زر سرنګ
دنورو مشران وېښ دی څه نه وایي
مرحبا ستاسو د خان په لوړ خرېدنګ
یو ترنګ ( یو ساعت)؛ افرنګ ( اروپا)؛ رنګ پنګ( په وینو لړلي)؛ یورنګ ( صادق) ، کرنګ ( اس بچي)؛ رنګ بنګ ( مست)؛ انګ( عرعر کول)؛ انګ ( ضدیت یا مخالفت)، بړینګ ( وارختا) ؛منګ ( حیران او زړه ماتی )؛غورځنګ( ګوند، جوش او خروښ)؛ خنګ (خجل)؛ البنګ(ګونګی)،پنګ(نري ږغ)،غړنګ(مسلل ږغ)، خردنګ ( بی تمیزه)، څنګ کول ( ډډه کول) خرنګ ( د برندی مخ د یوار سرپخی خښتی )، خریدنګ( خر خر کول) اړنک( شک کول)