دخپریدو نیټه : 2011-01-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
طالب منګل
خپل وجود مې راسره و که ســـا نه وه
کائينات واړه ولاړ وو دنېا نــــــــــــه وه
بې څيرې زمــــــــا په مخ کې وه ولاړه
بېګا عرش تـــــــــــه رسيدلي دعا نه وه
چې يواځې ستا په عشق کې ځان لا پاتې
عقيده مې پــــــــــــه جذبو کې فنا نه وه
چې مئين دې پـه روحونو کې خوشال وو
ستا پــــــــه سترګو کې به پاتې ادا نه وه
چې طالب و دسندرو ښار تــــــــــه تللی
زمانې سره پـــــــــــه ګوتو دريا نه وه