مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

جاويد مومند

خپل وجود ته چې ستنېږم کله کله
په جامو کې نه ځايېږم کله کله

ائينه کې راته ښکاري د چا سترګې
د چا حسن کې ورکېږم کله کله

په وصال دې لکه ګل تازه تازه يم
په هجران کې دې رژېږم کله کله

يو جنون دى چې مدام راسره مل وي
بس ځواني ده نشه کېږم کله کله

يو هوس مې دى په لوړه ارتفاع کې
د چا خيال کې چې غورځېږم کله کله

د چا مينه دومره زياته شي ((مومنده)
سمندر شي بس ډوبېږم کله کله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery