دخپریدو نیټه : 2011-01-27 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
رازونه
رڼا مومندي
بیا دی نن یادونه په زړګی اوری
څومره می غمونه په زړګی اوری
خاوری شوم ایری شومه سپیلنی شومه
دامی څه اورونه په زړګی اوري
ولی به نشه کی ستا خیال نه ځانګی
ډک راته جامونه په زړګي اوري
دریغه چی می اوښکی پټوی نه شم
ستا نه چې داغونه په زړګي اوري
څوک به دی خندا د زمانی ګوري؟
ماته دی وارونه په زړګي اوري
څومره که پټم کړم اسویلې ورته
اوښکو بارانونه په زړګی اوري
نغښتې می ارمان کفن د مینی کی
داسې که دردونه په زړګی اوري
وخته که هرڅو دی ژرندی وخوړم
بیادی هم ظلمونه په زړګي اوري
چیری به هوښیاره دا رڼا شی بیا
دومره چی رازونه په زړګي اوري