دخپریدو نیټه : 2011-01-28 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګُلبڼ
محمدسرور وکیلي
په ګُلبڼ کي مي لیده ګلونه رانګارنګ
چوڼېده هرراز مرغان پر ګُلونو رنګا رنګ
یومـحشر یې ووجــوړکړی، دسنــدرودنڅا
پـــرژړو،ســـرو،سپینــو ګــلونو رنګارنګ
پــرسپېدو دسهار ګورې دګُــلانوتماشاده
دبلــبلوښه سنـــدري پــرګــلونورنګارنګ
دګُـــلانوپرښــاخــونــو الوتنه کښته پورته
وي نازونه دمرغانو پر ګُــلونو رنګارنګ
ځیني په چوڼهارځیني وهي بیا وزرونه
څه ښه آوازونه اونڅاوي پرګلونو رنګارنګ
په ګُــلبڼ کـــې جوړه کــړې دنــڅاووننــداره
مرغان په الوتُنه په اتڼ، پرګلونو رنګارنګ