دحافظ دغزل ژباړه:
که مي وژني په چاړه، لاس بې ایسته نه کړم
که مي ولي بیا په غــشي مـننـه بـه یې وکړم
کږ ورځي ته مي وایه! مه وله په غشي ما
چي دلاســوپه مــړونــدوکيدي، سا ورکړم
راپورته په ورځوکي سهار، اې دهیلو لمره!
له لاسه دبېلتون په توروشپوکي یې ژوندون کړم
دنــړۍ غــم کــه مــي لـه پــښــو غورځوي هم
دځان خــلاسون به مي ،په ډکه پیاله وکړم
و ږغ تــه مــي را رســه اې پــیـري خــرابــاتـــه!
زوړیمه لوېدلی، په یوغړپ به مي ځلمی کړم
هــوډ مـــي بــرايـي ، ســتـاپــه زُلـپـانــو وکـــی!
چي سربه ستا له پښونه، په هیڅکله بېرته نه کړم
زه هغه ګون مارغه یم، چي ماښامــوســهار
د عرش له جِګي څوکي به ږغونه پورته کړم
حــافــظه وســوځـــه تــه،بیا د تــقـوا چـپنــه
که سْم سکروټه، ستانه به بېلتون ونه کړم
دحافظ غزل:
بتیغم ګرکشد دستش نګیرم
وګر تیرم زند منت پذیرم
کمان ابری ماراګومارامزن تیر
که پیش دست و بازویت بمیرم
برآی ابرویآفتاب صبح امید
که در دست شب هجران اسیرم
غم ګیتی ګراز پایم در آرد
بجز ساغر که باشد دست ګیرم
بفریادم رس ای پیر خرابات
بیک جرعه جوانم کن که پیرم
بګیسوی تو خردم دوش سوګند
که از پای تو من سر بر نه ګیرم
من آن مرغم که هر شامو سحرګاه
زبام عرش می آید صفیرم
بسوزان خرقه تقوی تو حافظ
که ګر آتش شوم در وی نګیرم