دخپریدو نیټه : 2011-02-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
للو للو
نعیمه (غنی)
مورجانې بیا للو للو ووایه
بیامې هغه خیالي وطن ته یوسه
چې ښاپیرۍ پکې وزرې وهي
ما هغه ښکلي شنه چمن ته یوسه
راته للوللو ترهغه وایه
ترڅو چې هلته رسیدلې نه یم
زما ویښتانو کې به ګوتې وهې
په خواږه خوب چې ویده شوې نه یم
هغه ځایونه زما ډیر خوښیږي
هر وخت یې ته راته نکلونه کوی
ته وایې هلته ښاپیرۍ اوسیږي
هم دښایست یې صفتونه کوې
خو هغه وخت چې له دیوانو وایې
زه له هغوی څخه ویریږم مورې
په ښاپیریو چې ظلمونه کیږي
په اوریدو یې خفه کیږم مورې
دا ځل مې ځان سره (لالا) هم بیایم
هغه غښتلی دی لینده هم لري
دیوان به ټول له کوه قافه ورک کړي
سیف الملوک غوندې څیره هم لري
بیا به هروخت زه بې اختیاره ورځم
هلته به سوله او خوښي خپره شي
ښاپیرۍ خلاصې به له ویرې نه شي
للوللو به دستا لا خوږه شي