لودين
د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د اسيايي لوبو په لړ کې نن عمان ته هم ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ، چې په روانه اونۍ کې د تايلينډ هېواد په پلازمېنه بنکاک کې پيل شوې، په کې د اسيا د لسو هېوادونو لوبډلې برخه لري.
د عمان لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه، خو لوبغاړو يې د افغان لوبغاړي تېز توپ اچوونکي افتاب عالم مقابله ونه شواى کړاى.
د عمان ټوله لوبډله په اوه دېرشم اور کې په ٥٩ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ٦٠ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري تېز توپ اچوونکي ( بالر) د عمان اته لوبغاړي وسوځول، دغه راز محب الله او محمد يمين هم خپل سيال لوبغاړي يې يو يو له ميدان څخه وويستل.
د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډلې ته د عمان له خوا ورکړل شوى د (٦٠ منډو) هدف په ډېرې اسانۍ سره په ديارلسم اوور کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
نوموړي وويل، چې د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي تر ټولو زياتې ٣٥ منډې جوړې کړې.
افتاب عالم، چې په نننۍ لوبه کې يې اته سيال لوبغاړي وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ افغانستان په خپل لومړۍ سيالۍ کې کوربه هېواد تايلينډ ته هم سخته ماتې ورکړې وه.
ټاکل شوې ده، چې د سلواغې پر ١٥ مه به، افغانستان خپله درېيمه سيالي له نيپال او په ١٧مه، به له متحده عربي اماراتو سره ترسره کړي.
د يوه بل خبر له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي، چې د ويزې د نه ترلاسه کولو له کبله د اماراتو له سفر څخه پاتې وو، نن د دغه هېواد په لور روان شول.
نبي عيسى خېل، شاه پور ځدران، سميع ستانکزى، اصغر سلام خېل او نوروز خان منګل نن دوبۍ ته روان شول.