عمر مې تيرشو زمانه وه تېرېده پاتې شوه
ځمااوستاهغه ځړه يوه قېصه پاتې شوه
څوک به ئې ژاړي,څوک به خاندي,څوک ارمان ورپسې
ځماپه زړه يوه ګيله داسې وړه پاتې شوه
که مې هرڅو ونازولې بخته خپل مې نه کړې
رانه يوه مينه نيمګړې پښتنه پاتې شوه
چې مو دکلي څنارونه پرې ښايسته ښکارېدل
دنګه ترې لاړله سپېره هغه چينه پاتې شوه
زړه کې مې غوټه ديتيم داوښکووتخنېده
وچه مې نه کړه په سينه کې مې لمبه پاتې شوه
ويښه مې نکړه ،اصلزيه،خوبولې پښتو
شپه مې روڼه کړله په غېږ کې مې ويده پاتې شوه
٢٠١١،١،٣
سويډن