مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خدايه !

اټک يوسفزی

خدايه دا تور زړګی مې  سپين کړې  ته نور
چې نور ، ونه   وژنم      بچی  د   خپل    مور
خدايه دا ګوتې رانه  غبرګې  واخله
که مې  ماشه راښکله  بيا  په خپل ورور
ربه  د مټو زور مې  هم اوبه    کړه
که ورا نه وه  مې پرې  داځل د چا  کور
خدايه ما خپله پرې لمبه لمبه  کړه
که مې په بل چا بلوه    کله   اور
خدايه  سرتوره کړه لومړی  زما خور
که مې واژه کوم  ګلالی  ورور د خور
که مې پرې بيا کړو څوک په نښه خدايه
سترګې مې واخله چې انسان شمه نور
دا جاړه ژبه مې کړې ګونګه خدايه
که مې بيا چا ته ورکاوه پرې پېغور
ربه انسان مې کړه حيوان يمه  لا
ښکر رانه  واخله  چې اوبه مې   شي   زور
ربه  زما جنازه مخکې کړه ترې
که مې واده کې جوړوه   د چا  شور
خدايه هغه ګړۍ مې روح قبضه کړه
که مې ز ړه بيا بوتلم د خون په کوم لور
څوک چې ماشوم  ته  ايږدي مکتب کې بارود
خدايه ته شپه کړې د هغه هم په  ګور
څوک  چې ګولۍ ولي زموږ  په ګودر
خدايه اوبو کې ورته بل کړي ته  اور
خدايه چې څوک  زموږ جومات  ورانوي
ورته فساد کړه په خپل  کلي  کې خور
خدايه  دا کاڼي زړونه نرم که لږ
چې هر سړی شي بشر ،  نه  سړي خور
ربه انسان مې کړه حيوان يمه  لا
ټوپک مې  مات  کړه  چې اوبه مې شي زور
که بيا مې غوښې د مظلوم وخوړې
خدايه لکۍ راکړه او ښپې هم څلور
ددې وطن ټوټې  پيوند کړه ربه
دا ناسور زخم د اټک کړه ټکور
                 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery