مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

شکرالله طاهري

آرام خو  راته ځکه  دا خپل زړه   نه  راکوي
 چې  یار شي مروره  بیا نو خوله نه راکوي
داسې چې  ټکرې خورم په سمه لارغورځیږم
ساقي د تور سترګو نور   غمزه   نه  راکوي
ایشتلی  په  زړګي یم د یار هجر جوړ به نشم
طبیبه  ستا   د وا   چې څه  فایده  نه  راکوي
 زړه خوراته وایې هرسهارچې نوریې نه څکم 
خو عقل  په  ماښام   راته    توبه  نه  راکوي
اصلي   پښتنه   مور  زیږولی   طاهري  یې
تندي  چې  د  اغیار درته  سجده  نه  راکوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery