غزل
ما چي ليکلي په قلم د غزل ليکه نـــــــــــــــــده
څوک وايي مينه ده خو دا د زړګي څړيکه نـــده
ډيرو سجدونه مي تندى خلکه راوپړسيـــــــــــده
اوس هم لاوايي دا ايمان دي ډير باريکه نــــــده
داچي په دوه پښو ولاړ دي له ما حق غواړي نن
يار خو له ما سره د مور او پلار شريکه نــــــده
داچي زما ورونه يي هر وخت لس او شل وژلي
عادله ګوره د دوستى خو دا اړيکه نــــــــــــــــده