دخپریدو نیټه : 2011-02-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
غزل
سيداحمدپيمان
شونډی دی سری کړه ته دخپل حسن قلنگ واخله
ځما دزړه دپرهرونو نوی رنگ واخلــــــــــــــــــه
رڼا دی نورو ته ده ماته خوتیاره ښــــــــــــکاری
شمعی ښایست بدل کی ته ژوند دپتنگ واخــــله
ما درقیب په مخ کی مه وژنه په خپلـــــــــه گناه
روسته دی خوښه هم دی توره هم دی سنگ واخله
ماته دی راکړه دسرو شوندو په جامونو گلــــــــــه
خوښه دی خپله ته پیاله یا خو څه بنگ واخـــــــله
چه دی دغشق دبی وسی نه ځان ته وکړه گـــــــټه
شمغی پتنگ دسوزیدونه نوی خوند واخلــــــــــــه
دازادی کبتری نه پریږدی چه وکــــــــړی وزر
پرون ټپوسه نن شاهین دی نه ژوند واخــــــــله
دعدالت دیوته فریاد کوی دچین ښاپــــــــــــیری
هم ی قاتل هم ی قاضی دی دی نه پند واخلــــــــــه
نن دغرور په نیلی سور چه می کوڅو کی گرځی
ټوکړی ټوکړی بدنه ته هم لږ پیوند واخلـــــــــــــــه
که می پرونی دسر کوز کړه نو ملاله نـــــــــــــــه یم
ځما تاریخ نه هغه نوم بیا دمیوند واخـــــــــــــــــله
څومره بهانی دی راته جوړی کړی په نن پرون کی
خیردی یو څه وخته ته راج دسمرقند واخــــــــــــله
دازادی لیلا به تل په پیســــــــــــــــــو نه خرڅیږی
اخر به زهر شی اوس خوند تری ته دقند واخــــــله
وکړی پیمـــان چه دا بایللی نوم به بیا ژوندی کړو
لاس دی کړه پورته احمد شاه غوندی سوگند واخله