دخپریدو نیټه : 2011-02-23 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ځواني
عبدالحلیم همت
څه ښه مزه، څه ښه نشه، څه ښـــــه مستي ده ځواني
څه ښه قوت ،څه ښه طاقت، څه ښه هستي ده ځواني
ځواني جرأت ، ځواني غیـــــــرت دی زلزلې ماتوي
د تکل تومنه ده د ستـــــــــــروستــونزو خولې ماتوي
ځواني طوفان، ځواني څپـــــــه ده غورزنګونـه وهي
په شا تګ نه مني سېـــــــــــــــلاب ته زنګنونـه وهي
په پرښو خېژي، په ازغو باندې ملنــــــــــــــډې وهي
تل د ښکارزنو زمرو په ښــــــــــکار کې ونډې وهي
ځواني د ژوند ښه مرحله عجب خونـــــــــــدونه لري
مست مست خیالونه ورسره سرشــــــــار اندونه لري
ځواني نشـــــــــــــــــه ده له خودۍ سره ډغرې وهي
بېباکه ځغلي تل پــــــــــــــــه لوړ خېژي وزرې وهي
ځواني غرور ده، ځــواني شور ده هم تکل ده ځواني
د زړګي ډاډ، د زړه ټــــــکور، د زړه تسل ده ځواني
ځواني یو داسې شان نشــــــــــــه ده ستوماني نه مني
افسوس چې یوځل یې سودا ده پښېمــــــــــاني نه مني
تل په مستۍ درومي د یوې خوا هم پروا نـــــــه کوي
دا جفاکاره هېڅ له چــــــــــــــــــــــا سره وفا نه کوي
ځواني بسپن ده د مولا هېڅ کمـــــــــــــــزوري نلري
په بیړه درومي خو تر پـــــــــــــــــــایه ملګري نلري
افسوس چې لنډه ده چابکه تر برېښنـــــــــــــا تېرېږي
یو نیم ترې خوند اخلي پــــــــه ډېرو بې مانا تېرېږي
د سپېره مني د ماښام پـــــــــــــه څېر په منډه درومي
هېڅ نه راګرځي سمـــــــه ټوله ځي او غونډه درومي
ځوانانو واورئ چې دا پـــــــــــانګه تل تر تله نه وي
په ژوند کې یو ځل ده ځواني بیــا څو څو ځله نه وي
نه په افسوس، نه په ګیلو نه پـــــــــــه مانو را ګرځي
نه په پیسو نه په زارو نــــــــــــه په جرګو را ګرځي
سړی چې زوړ شي ، بیا نو هغه وخت ځواني یادوي
لکه مرغه چې پـــــــــــــــــــه قفس کې آزادي یادوي
د ځوانۍ ستــــــونزې د زړښت تر حسرتونو ښې دي
یو پر څلوره د پیـــــــــــــــــــرۍ تر نعمتونو ښې دي
که بیا یې نــــــــــه منئ نو لاړ شئ یو بوډا و پوښتئ
ورځنې حال د تللی ژوند ښـــــــه په ریښتیا و پوښتئ
هله بـــــــه پوه شئ د سپین ږیري چې خبرې واورئ
د ځوانۍ ژوند پسې یې ستـــړې شان سندرې واورئ
پدې ډاډه یم چې تکل بـــــــــــــــــه مو بـــدلون ومومي
که د خدای خوښــــــه وه راتلونکی به سمون ومومي
"همتـــــــــــــــه" تا خو ماته وکړې دخپل زړه خبرې
دا ستـــــــــــــــــــا بیتونه راته ښکاري د زاړه خبرې
(کابل)