بیگا شپه می تــه پــــه خوب کی ولـــــیدلی
چی پلـــــــــــو لانـــدی دی پټ ماتــــه کـــتلی
مابـــه ژر دســـترگـــو غــږدرباندی وکـــــــړ
خـــیال دی ساتـــه غمازانـــــــــــو ولـــیدلی
ستادیــدن کی څه عجـــیبه مشغـــــــــولا وه
بیاچی مابــــه درکتل تابـــــــــــــه خـــــــندلی
زه دډیــــری خـــــوشالۍ نــــه پــه ژړاشــــوم
اوښکی ښکته پــه گـــریوان می څڅیدلی
بیادی وچی راتــه اوښکی په پلـــو کــــړی
پټه ، پټه پلــــــو لاندی مـــــــــوسکــــیدلی
بیادی ورو غوندی په غوږکی راته وویل
ځه چی لاړشــــــــوچـــیرته لـــــری ددی کلی
یوخایسته غــوندی دنیابه کــــــــړو ودانــه
څــــــوبه پټ دخلکـــوگـــــــــوروغلی، غلی
مادډیـــــــری خـــــوشالۍ نه سر راجگ کــــــــــــړ
وروسته پوه شوم چی می خوب کی وی لیدلی
کاش چی خوب نه وائی څرگنده حقیقت وائی
خـــــــــوشالی به وائی مــــــزی به می کــــــــــولی
ای (سیرته ) خوب به څنگه حقیقت شی
دخیال اسپی دی په خوب کی ځغلــولی
12/12/1383
دمزاردره/ معاذ(رض) قلعه