دخپریدو نیټه : 2011-03-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دمظلومانوچیغې
واحدیارعبدالرحیم زی
دشنه اسمان لاندې په ځمکه شورفغان چيغې شوې
دهسکوغروترمينځ دروکې دافغان چيغې شوې
بچې راوژني په زړوځوانانورحم نه کړي
دنازنین کونړبانډوکې په ایمان چیغې شوې
ميندويې وژړل يتيم هم په سلګوسلګوشو
غم دشهيد کې دفاميل اوخاندان چيغې شوې
بم يې ګوذارکړ دمسجد په بې ګنا وګړو
پورې بانډه کې دمؤذن اوپيش اما م چيغې شوې
لاس يې تړلي بې ګنا يې جيل ته وغورځاوه
پرون مې وليد ننګرهارکې ديوځوان چيغې شوې
په شکنجواوتعذيبويې دتن غوښې توى شوې
ګونتاناموکې دبې وزله مسلمان چيغې شوې
اى ! واحدياره لاس دې پورته کړه درب دربارته
ترخاورولاندې مودګران افغانستان چيغې شوې