دخپریدو نیټه : 2011-03-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دمیني ړنا
میرویس لاروی
زمـــــا د زړه تــــــــــــــیارو ته لږ دمـــــــــــــینی رڼا راوړه نن
ډیوه دخوشـــــــــــــــحالی تیاره زړگی ته زمــــــــــــــا راوړه
بس کړه راپخلا شه له ســــــــــــــکوت نه مـی نور وژغوره
غو ټی غوندی مسکا شه وغــــــــــــــوړیږه خندا راوړه نــن
ډیر یم نـــــاتوانه نور د غــــم زغــــــــــملی نه شـــــــــــمه
دشــو نډ مـــــــــــــیخانی نه دی ډک جام او مینا راوړه نن
حسن د سپو ږمی خماری سترگی لکه سـتوری ســتا
زما دعــــــاجزی اوپاکــــــــــــــــــــی مینی بــها راوړه نـن
ســـــــخت یم انتظار او دوصــــــــــــــال لاری دی څارمــه
زما دی مات زړگی ته خوشــــــــحالی او غوغا راوړه نن
ځنځیر د جفا مات کړه دجــــــــفا کندی ته یی وسپاره
قدم دی په لیمو ږدم ســـــــــره گلان دی وفــــا راوړه نن
ستا دی قدم خاوری به رانجه کړ مه په ســــــترگو کـی
لاروی تــــــــــه دی دردونـــــــــو اورنځــونو دوا راوړه نــن