يو درد د يو درمان سره ملګرى وي، چې ځم
رقيب مې له جانان سره ملګرى وي، چې ځم
دا کاڼي او دا بوټي دا هرڅه د بل په خوا وي
ټول کلى د هجران سره ملګرى وي، چې ځم
جنون راسره مل وي زه يوازې پاتې نه يم
يو سيورى مې له ځان سره ملګرى وي، چې ځم
شېبه، شېبه وريږي مې د زړه په لويه دښته
هر څاڅکي د باران سره ملګرى وي، چې ځم
دا ښکلي دي مغروره هسې ژوند په بيه اخلي
يو لاس مې د ګريوان سره ملګرى وي، چې ځم
په ساندو کې يې ستايي د نقيب د ارمان مړى
هر غږ يې د اسمان سره ملګرى وي، چې ځم