دخپریدو نیټه : 2011-03-12 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نفــــــــــــــــا ق
حاجی محمد اسحق اما نزئ
دنفاق زڼی پاشلی په هر ګوټ کی لیدل کیږی
په هرځای کی دئ شیندلئ په ډیرو کی لیدل کیږی
داتیره وسله دچا ده چه په زهرو ده لړلی
پریوه انډی چی پروت وی په بل کنج کی تړل کیږی
ډیر هو ښیار بی اندازی دئ فریبکار بی وسیلی دئ
دهر چا پر خوی جوړ شوئ په هر ښار کی منل کیږی
په وروری درته نږدی شی ترخپل قوم درته ډیر خوږ شی
ټول قدرت د ده په لاس کی خوهیڅ نه پیژندل کیږی
ګا هی په شکل د مکروب شی په رګو نو نــــنوزی
په دماغ کی پیچکاری سی په صحبت کی اتل کیږی
بد بینی د ده مسلک دئ دکور جنګ د ده عا دت دئ
که د وینو بهیدل وی په دی ځای کی ټپل کیږی
کور جنګی کی ډیر خوشحال وی د قومونو بدی غواړی
که سرونه سره مات سی دئ هغه کورکی شـــل کیږی
ډاکټران ورته عاجز دی هوښیا ران ځنی په وام دی
دتشخیص امکان ئې لږ دئ خپل په رنګ کې بدل کیږی
ګاهی عالم وی ګاهی سیا ست سی یا دا نا دهر مسلک سی
که یوځای بیمار دمغز وی په مغزو کی دا خل کیږی
دئ مطلب موږ ئی مطلوب یوپه مرام سره اګاه یو
ځکه دئ بیغمه ناست دئ خپل هدف کی کامل کیږی
نه پو هیږم دکوم ځای دئ خو پر هر کلی باچا دئ
ښه ګلان ئی دی کرلی په بویو کی اټکل کیږی
په طالع کی زورور دئ هیڅ خنډ نه وینی په مخ کی
چلوی دې تر قیامته چی په زړه کی لیکل کیږې
دغه زما لو عقیده ده یاپه زړه کی می عقده ده
تا حتمی وینم ناکامه پر الله می تو کل کیږی
ناروی ۲۰ـ۰۱ ـ۲۰۱۱