دخپریدو نیټه : 2011-03-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هنر
ژباړه :: محيب رحمتي
په يوه ټاپو كي يو امير سړى اوسېدى، د هغه ښكار ډېر خوښ و، كله چي ښكار ته تلى نو په لار كي يې د يوه غريب ټوكري جوړونكي ځمكه وليده، چي په هغه يې كښت كرلى و، يوه ورځ امير غريب راوغوښت ورته وې ويل :
- ته دا ځمكه ماته راكړه .
غريب ورته و ويل :
- زما خو په همدې باندي ګزاره ده، زه نه غواړم چي خرڅه يې كړم .
په دې خبره امير ناراضه سو، اول خو يې غريب ښه ووهى، بيا چي يې په ځمكه څومره كښت كرلى و ټولو ته يې اور وركړ، غريب په زړا باندي بادشاه ته ولاړ .
بادشاه امير راوغوښت، د حال پوښتنه يې ځني وكړه، امير ځواب وركړ :
- بې شكه، دا ذليل سړى ما په دې ووهى او د ده كښت مي هم وسوځوى، ځكه چي ده زما حكم ونه منى .
بادشاه و ويل :
- تا د دولت په غرور كي يو بې ګناه غرېب ته په ناحقه تكليف رسولى دى او هغه ته دي ډېر تاوان رسولى دى، ستا نيكه تر ده هم غريب و، چي زموږ د كورنۍ په دولت دومره دنياداره سو، د هغه په ميراث ته اوس دومره مغروري كوې، تر تا ما ته دا غرېب په دې غوره دى، چي په خپل محنت سره روزي پيدا كوي .
بادشاه حكم وكړ چي امير او غريب دواړه په يوه ټاپو كي پرېږدئ، د دې حكم سره سم يې دواړه د يوې اونۍ لپاره په يوه ځنګله كي واچول، چېرته چي ځنګليان اوسېدل .
ځنګليانو چي دوى وليدل غوښتل يې چي وې وهي، خو د ټوكرۍ جوړونكي هغوى په اشاره پوه كړل، چي موږ به ستاسي خدمت وكړو، له ونو يې پټوكي ور وشكول خولۍ يې ځني جوړه كړه، يوه ځنګليي ته يې ور په سر كړه، ځنګليي په دې تاج ډېر خوښ شو، ټول ځنګليان ورباندي را تاو شول، د خولۍ په تمه و، خو امير چي خولۍ نه سواى جوړولاى ځنګليانو د ومره وواهو چي بې هوښه سو .
په اخېر كي امېر له ژونده تنګ سو، غريب ته يې و ويل :
- كه ته ما له دغو وحشيانو وژغورې ، كور ته له رسېدو سره سم به زه خپل نيمى جائيداد ستا په نوم كړم .
غريب خولۍ جوړونكي چي دا واورېدل، ځنګليان يې په اشاره پوه كړل، چي دى زما همكار دى، ده ته څه مه واياست، ځنګليانو بيا امير ته څه ونه ويل، د خولۍ جوړونكي غريب سره يې بيا امير ته هم ډوډۍ وركړه .
يوه اونۍ تېره سوه، يوه حكومتي بېړۍ راغله دوى يې له دې ځاى څخه بادشاه ته يو وړل، د امير خو دا حال و چي په بدن كي يې كوم ځاى روغ نه و پاته، غريب ټوله كيسه بادشاه ته وكړه، بادشاه امير ته و ويل :
- ودي ليدل چي د دولت محل څومره بې ګټي وي او په هغه باندي غرور كونكي څومره بې عقلان وي، دنيادار هغه څوك دى چي هنر يې زده وي او محنت كولاى سي، اوس ورسه خپله وعده پوره كړه، دې غريب ته خپل نيمى جايداد وركړه .
امير كور ته له رسېدو سره سم نيم جايداد غريب ته وركړ .
همدا راز غريب د صبر مېوه تر لاسه كړه .