دخپریدو نیټه : 2011-03-17 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اژدها
سیدشاه خروټی
چي کله خاندي کله ژاړي اشنا
داکمبخت زړه څه رانه غواړي اشنا
خیر ده په خوله باندي که هیڅ نه وایې
دتندي ګونځي ډیر څه ژباړي اشنا
دپیر په څیر کي اژدها چي ګرزي
له زهرو ډکي یې دي لاړي اشنا
چي د په موږ کي لاس وهنه کړله
شمیره د خپل ګریوان رتاړي اشنا
چي شي رایاد د بې وفا لوظونه
آه او سلګو کي مي ونغاړي اشنا
په ژوندانه کي مي چي قدر نه کړي
بیا به دنیا راپسي غواړي اشنا
سیده شعر سره سیرت هم جوړ کړه
ټول پشتون قام به په تا ویاړي اشنا
لندن