دخپریدو نیټه : 2011-03-18 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
یَوّ سۍ!
محمدسرور وکیلي
خوشال، قلم توره په لاس، چي سره یَوّسۍ
پښتنــوتــې کـــړه ویـنـــا: پښتنــو یَـــوّســۍ!
بړۍ ډوبېږي،اوبه مووړي،که سره بېل سۍ
جهاني کړی داږغ، پر ټـــولــو خــبــر اوســـۍ!
ځـان ځـانـي او جـلایښـت ښـکاره بـلا ده
دیــوه غـــوزی مـــه،دډېري لـــرګی سۍ!
زه نـه زاهـــداونـه واعـــظ یـــمـه دا واوره
دا خبري ټولو ته څرګندي،که په پوه سۍ!
دپـښتــون کـمبـلــه بولــه، ټولــه نن سـبــا
دنفاق په اور کښې سوځو،دالا څه سۍ؟
نفاق اور دی پکښې سوځــي وچو لونــد
نن پرموږ راغلی دغه اوردی خبر اوسۍ!
سره یوسۍ،سره یوسۍ ،سره یوسۍ
کنه نوسورلنډ یووړاست،که یَوّیَوّ سۍ