مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ټوپکه مات شې

شکورالرحمن حميدي

 

بيايې دټوپک شپلى راتوکړه
کتارکتارزاڼي جداشوې له يوبله
نه پوهيږمه ښکاري ته
چې ده په ښکارکې څه ګټه ليدلي
دومره ظلوم خوظالمه په کارنه دى
راته ښکاري چي ښکاري لاړدميني په لارنه دى
خداى خبرچې زړه لري که نه يې لري
ناناداخبره ده معلومه
زړه لري خوپه زړه کې دمينې احساس نه لرې
ځکه ځاى هغه ځاى سوزي په کوم ځاى چې اوربليږي
اورکه بليږي په پرادي کوربليږي
لکه څنکه چې نن زاڼې په هواخوري
يوه ورځ به دى داخپله شپلى تاخوري
لکه نن چې هره زاڼه دبيلتون سنره وايې
پاس په اسمان کې دجنون سنره وايې
همداورځ په تاهم داراروانه
يوه ورځ به دى دزړه خونه شې ورانه
که شوې جدادموراوپلاره
يادخپلې مينې دخپل ياره
بيابه وکړې فريادونه
بيابه وکړې ډيرسوچونه
بيابه وايې چې اى هى دټوپک شپلۍ شې ماته
بيابه وايې دبيلتون زورنه وو معلوم ماته
بيابه وايې مابه څنکه زاڼي په هواکې
څنکه ديوبل ځيني جداکړې
مابه چې کله دټوپک شپلى ورتاوکړه
هرې زاڼې خپله غاړه يوې بلې خواته تاوکړه
خوزمادټوپک څخه وتلى کرتوس
خمخابه وودزاڼې په سينه باندې نتلى کرتوس
کله چې ځمکې ته راپروتله زاڼي
هرې زاڼې به نارې کړې زاڼې
موږدپريښودلوچاته
ته شوى روحصت بلې دنيا ته
يوه ورځ په ښکاري هم داسې راغله
دکليوال سره يې شخړه په پاټي راغله
اوه  کلن زوى يې پاټي ته ووراون
خداى خبرچې دکوخوانه ګولى راغله
پته نشته چې دځمکې که اسمانه ګولى راغله
اوه کلن زوى يى سينه باندې زخمي شو
ښکارې دلته په زړه باندې زخمي شو
ښکاري ته اوس پته شوه معلومه
ښکاري ته اوس ورکه شوه معلومه
ښکاري څوسوي نارې وکړې
ښکاري څوسوي خيرې وکړې
په دى وخت کې يوځل بيادزاڼوکتارراغى
ښکاري ډيرشوورڅتادزاڼوکتارراغى
ښکاري چې په زړه غم ديارخوړلى
ښکارې دزوى بيلتون نه شوليدلى
ښکاري ټوپک لاندې کړګوزار
ښکاري وايې توبه مې ده توبه بيابه نه کوم ګوزار
ښکاري ته اوس شوه مينه ورمعلومه
ښکاري ته اوس شوه سپينه ورمعلومه
ښکاري اوس وايې ټوپک کيږدى قلم واخلى
په ترف دروغې جوړې قدم واخلى
حميدي ښکاري هروخت داسې وايې
ټوپکه مات ټوپکه مات ټوپکه مات شې
اوکله کله دالنډى له ځانه سره وايې
دزړه له تله دايمانه سره وايې
زمادزړه سورى سورى کړ
دتناره دسربرغولى شې بيلتونه
بيلتون يوځې په مانه دى
بيلتون شمال دى هره پاڼه خوزوينه
همځولى ياردچامړمه شه
همځولى ياردزړه ولي پرې کوينه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery