نه منم
زه مي په ژوند کي کله ډار نه منم
پر خپله خاوره بل بادار نه منم
ما په سرو وينو دا ګلشن ساتلی
اوس دا خځلي او دا خار نه منم
تللي
چا چي زما لاس را تړلي شرمېدلي تللي
روسانو دا کول په منډه ترهيدلي تللي
د يوويشتمي پيړی بل مثال به تا جوړوم
دلته مغول او انګريز دواړه تښتېدلي تللي