دخپریدو نیټه : 2011-03-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
نوى کا ل
محموده تقوا
دنوي کا ل دنوي پسرلي په وياړ:
نوى کا ل راغيه له نويو ارمانونو سره
ورسره نوي نوي زيري دي ګلونو سره
موږه يے مخے ته ورځوچے بدرګه يے کړوټول
داځل راغلى دى له ښکلو پيغامونو سره
ګورئ چے هيڅ خطآ ونه کړئ چے به بيابيا کيږي
دا ځل سمبال ديه په ډيرو ښو فکرونو سره
چا ويل سوله هم يوځاى ورسره ديخوا راځي
ديخوا روان ديه له لوړو شان خوبونو سره
په پسته غيږ کے يے ګلونه ددوستۍ نيولي
دسمندر په څيررا درومي له موجونو سره
زموږ اقليم ته خو جګړو دوينو رنګ ورکړى
خو نوى کا ل راځي دمينے له رنګونو سره
له اوښکو ډکے سترګے خدايه انتظار دي ورته
خدايه را ليږه يے د خير له خيالونو سره
خدايه نور بس دي په راتګ سره يے هرڅه ښه کړه
او د تقوا ملک ته يے راوله خوندونو سره
١٣٩٠