مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پسرلۍ

صابر،اصلزی

سپرليه راشه ته يوڅۀ خوراوړه
وطن ته سوله لږ خواږه خوراوړه

چې په باروتوکې لوګی لوګی شول
ټول ارمانونه ئې سلګی سلګی شول

که مکتبونه مدرسې سوزيږي
په جوماتوکې سپارې سوزيږي

زموژ ماشوم لوبې کولی نه شي
زموژ ماشوم خاش ټولولی نه شي

څوک ئې له پاسه په بمونوولي
خپل ماشومان چې په ګلونو ولي

بېوسه مورئې ګګرسر تښتوي
دوخت قاتل ترېنه ځيګرتښتوي

دپسرلي مخ ته به څۀ وروړمه
څيرې ګرېوان څيرې به زړه وروړمه

بې له دردونوخونورڅۀ نه لرم
ترخۀ خوډېردي خوخواږه نه لرم

زموژ دکلي څناراوراخيستی
هغې بدبخته نفاق زوراخيستی

اوس مازديګرپه چينوشورنشته دی
ددنګوپېغلو هاغرورنشته دی

اوس شملورکلي کې نه اوسيږي
نوربختورکلي کې نه اوسيږي

څوک به دې مخې ته لېږم سپرليه؟
څۀ به دې نوروته ستايم سپرليه؟

نوره دې خوښه ته راځې اوکه نه
سوله وطن ته راولې او که نه

بياکه راځې داسې ګلونه راوړه
په خپلواکی څومين زړونه راوړه

چې دنفاق په بوټواوربل کړي
سوله ژوندۍ کلي کې شوربل کړي

چې دمرغانوځالې نه ړنګوي
اودطوطيانوژبې نه پرېکوي

بيامشومان به شونده کي ګرځوي
زېرۍ په کلي دسپرلي ګرځوي

دخدايه داسې پسرلۍ غواړمه
افغان ملت تل بريالی غواړمه

چې،اصلزی،ئې په غزلوستائي
هريوشاعرئې په سندروستائې
٢٠١١،٠٣،١١
سويډن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery