ګرځم سرګردانه خپل وطن غواړم
څاڅکې څاڅکی ژاړمه په سترګو کې
ورپیدم پاڼه پاڼه ورکه شوم
غواړمه دیدن د یار ګلونو کې
زړه راته لمبه شو په غمونو کی
خوار وطنه څومره ځوریدلی یی
تاکی نن همزولی په ژړا وینم
نه وینمه چیری دښادی نغمی
نه وینمه نیکریزی په لاسونو کی
زړه راته لمبه شو په غمونو کی
ماته د جنون نغمې په سر پرتۍ
څیری لوپټه ستا د مورکی وینم
رنګ داسمانونو دې خړ شوی دی
ناوۍ دوطن ګورم دردونو کې
زړه راته لمبه شو په غمونو کې
بیا راته سهار په زړه ګیله لري
سورګلاب دمینی زخمی شوئ دی
غرونه دپامیر می خاموشۍ وړي
زیړ خزان ورګډ دې بهارونو کې
زړه راته لمبه شو په غمونو کې
لاړم په لوګر بیا په کابل باندې
داسې په غزني هم په زابل باندې
جوړی هدیری په هره ولیشته کې
خاورې شوی وطنه په جنګونو کې!
زړه راته لمبه شو په غمونوکې
پریږدې چې په کوکو کوکو وژاړم
زه به می ناری تر اسمان لوړئ کړم
غواړمه ټپوس وکړمه ووایم
ولی دی تقدیر دې په اورونو کې
زړه راته لمبه شو په اورونو کې
څو پورې چې ويښ زما افغان نه شې
خاورۍ او ویران به زمونږ کلې وي
راشه اتفاقه شه میلمه زمونږ
مړ د نفاق اور کړه ته په زړونو کې
زړه راته لمبه شو په اورونو کې
ای زما وطنه د زمرو ځالئ
خوب کی می دی روڼ مشال دزړه ولید
پوه یم چې به بیا په سترګو وګورم
دنګه دی شمله په اسمانونو کی
زړه راته لمبه شو په غمونو کی