مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-03-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زه ېې وینم

ایمل حسن

زه ېې وینم
 زه ېې وینم
دا قاتل زما د هیلو
د فساد چیټۍ په لاس کې
رسوایی راوړي زما کورته.
په حیا مې د فصلونو
د غرور مسته خندا کړي
سکه ورور له ما جلا کړي
شهنايي راوړي زما کورته.
زه ېې وینم
 زه ېې وینم
چې څپې د بد مرغیو
د سیندونو له بر لوري
د وسلو په اوږو بار دي
را رسیږي را رسیږي
زما د شنو فصلونوزړه ته.
زه ېې وینم
 زه ېې  وینم
د سپرلو سینې نیولې
د غاټولو جنازې وړي
سپینو شونډو بار نیولی
د سبا له بد مرغیو
یو تور داغ په سینه ایښی
د لا له وو مرګ ته ژاړي.
زه ېې وینم
زه ېې وینم
چې بیا شنې سترګې ابلیس دی
یو وسواس راوړي زما کورته
څو باور له مانه واخلي
غیرتونه مې زهیر کړي
اولسونه مې زهیر کړي
تاریخونه را نه واخلي
هدیرې کړي سپکې سپکې.
زه ېې وینم
 زه ېې وینم
د انسان په جامو نغښتي
د شیطان سکني ورونه
نه خبره په رښتیا کړي
نه عمل څه بې مدعا کړي
ساده زړونه ېې پلاس کې
د تا ریخ کفن ترې باسي.
زه ېې وینم
 زه ېې وینم
په ظاهر ېې تیر وتلي
له با طنه بې خبره
دا زما د اولس زړي
د پردو په سره پايي
را غټیږي را غټیږي
د ننګونو جنازې وړي
د موزیانو هدیرې ته.
زه ېې وینم
 زه ېې وینم
د با با په دیره خاندي
د سبا تندی ېې ویشتی
د با زار په سپیره تیږه
د حیا پیغلوټې مخته
د پردو په دکان پلوري.
زه ېې وینم
زه ېې وینم 
د فرنګ په کور لوی شوی
د رنګونو سوداګر دی
انتقام د پرون اخلي
د تاریخ له شنو فصلونو
د ګلبوټو مرۍ نیسي
د ښکلا په لمن داغ ږدي.
زه ېې وینم
 زه ېې وینم
دچنګړو په دیره کې
دفرعون د کلي ورور شو
جادو کړی جادوګرو
زما د کلی لوی پیغور شو
د پرون مولا ېې وینم
نن کسات اخلي له مانه
هدیروته مې سپک ګوری
په شیطان خرڅ شوی ورونه.
زه ېې وینم
زه ېې وینم
دا ملا زما دکلي
چې پرون ېې دینداري کړه
له پردو ېې بیزاري کړه
نن د ورځې پنځه وخته
فرښتې په تیږو ولی
دګیدړو په قامت کې
د خو ګانو امامت کړی.
زه ېې وینم
زه ېې وینم
هغه ځوان د فکر نښه
د پرون غرور ېې نشته
دبازار جامو کې ناڅی
سپکوی د کور پړونۍ،
د پردو په کرونده کې
دخوسیانو عبادت کړی.
زه ېې وینم
زه ېې وینم
آرمانونه رانه اخلی
باورونه رانه اخلي
د فصلونو په زړه داغ ږدی
خپل پورونه رانه اخلی
تاریخونه رانه اخلی.
اې زما مغرور اولسه!
مرییتوب کې بهشت څه وي؟
چا جدا کړې له خپل اصله
چا تړلي ستا وزرونه
چا وژلي غیرتونه
چا ور کړی دی پردوته
ستا د ژوند آزاد خوبونه؟
چا پردوته په سجده کړې
چا ابلیس ته په توبه کړې.
واوره واوره،
اې اولسه !
زما زخمی کړیکې نیولې
که را پا نه څې له خوبه
او تقدیر د بدل نه کړې،
نو زمان به درته وایي :
مرییتوب دې مبارک شه
د تاریخ له یاده پاتې
دپردو په دروازه کې
د خیرات کچکول په غاړه
ملنګتوب دې مبارک شه
چړیتوب دې مبارک شه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery