دخپریدو نیټه : 2011-03-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سپرلیه!
رڼامومندی
ښکلیه سپرلیه تاکی څه پراته دي
چې د دردمنو زړو ټکور ښکاریږی
ته د ګلو نړې ته ژوند وربښی
ته د شبنم څاڅکو ته مینه راوړې
پستی وږمې د سباوون لرئ ته
تاسره مینه او صفا نڅیږي
سپرلیه!
ته خو رنګونو ته خوندونه راوړې
ته د ښایست شینکی لمنی باندی
سورکې پاولي شرنګوئ
ستا د ښکلاوو ناوکی په مینه
په اسمانو کی څرخونه وهي
ستا د شبنم هره رڼه څاڅکه نن
مخ د ګلپاڼو ښکلوی په غیږکې
او ورته مینه بښې!
سپرلیه!
نن می په مخ ستا دسهار سیلی بیا
خپلی وریښمینی څڼي تیری کړلې
او زما خوار او بی وطنه روح یی
څومره په مینه مینه ونازاوه
ماته یی راوړل دوطن یادونه
ماته یی جوړه کړه فضاه د وطن
ماته یی رواړل کشمالي ګلونه
زما دخیال ماڼې یی ښکلی کړلی
څومره یی ښکلی جنتي موسمه
ستا هرکلی به تل مدام کومه!
تا خو د زړونو دعا واخیستله!
تل مو په زړونو کی میلمه پاتی شي!