بخت دژوند ښه انډیوال دئ ښه ملګرۍ پرهرلوردی
په ښه نیت در سره مل وی کله تریخ پر زهر سپور دی
بخت پر لوړه غونډئ ناست وی ستا په سیل او تماشه وی
یا سږمې لږ در ښکا ره کړی نه ئی میل اوترانه وی
زموږ امید وده ته ډیر وی خو د ده بله قصه ده
کله غیږ کړی درته خلاسه کله ورکه وسیله ده
یادی وخاندی وتاته یا تندۍ ډیر ترش نیولۍ
یا تیرونۍ نږدې دوست شی یامغزۍ ډیرترش نیولۍ
کله دی په نه نوی کی درته جوړی اندیښنی کړی
کله مل دښه پیغام وی ښه خندا جوړی میلی کړی
څه موده چی بخت رنځور وی په کلو نه معلو میږی
کله مست په خوشحا لئ کی په هفتو به ښه خندیږی
یاد ی ستا بغل ته د رومی په هر ګوټ کی بدرقه وی
کله د ی روغ لیونۍ سی دوحشت منځ کی میلمه وی
یوه ورځ ئی چرت ویجاړوی ښه اوبد ټوله ویران کړی
یا بیخی ډیر وی خوابدۍ تا په ځان کله حیرا ن کړی
کله تا پر اوږو واخلی چوچو غاړه ئی پسته وی
کله راسی تا په شا کړی ښه ئی نیت ښه ئی سینه وی
یا بیزار ستا د یارۍ سی پری کړی خپل ټول تماسونه
یا دی جوړ کړی غټ بندونه راښکاره خپل ټول رازونه
کله څاه وتا ته کاږی ترتیب ستا دجنازی وی
کله جوړ کړی لوی با غونه ښی خبری دمیلی وی
یادی غم پر تا میلمه کړی جوړدردونه او زخمونه
یا ملهم او پټکۍ دواړه جوړوی رنځ او دردونه
کله راوړی سره ګلونه دعطرونو پیمانه وی
کله جوړ ښه پلا نونه دپیرزویونوګذاره وی
یادی جوړه زلزله کړی تندبادونه توفا نونه
ټول عمل دښمنا نه وی تند مرچونه مرچکونه
کله پروت وی ستا په غیږ کی دیاری خوږی خبری
کله بیرته در نه ځغلی دښمنی ترخی اتری
یا دئ زهر او مکروب سی په رګو در نـــنوزی
یا دی ګیچ ټوله دماغ کړی په سږمو در نـــنوزی
کله پور دی په تندی سی ما ڼیجن درته ولاړوی
کله یار د اما نزی سی پراوږه درته تیار وی
ناروی ۰۶ـ۰۱ـ۲۰۱۱