دخپریدو نیټه : 2011-03-31 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
جهاني ته
کاظم بيمار ننګرهارى
چه له رنځه دې خبر شوم جهاني
هغه دم په سوچو سر شوم جهاني
ته بلبل د کندهار د ښکلي ښا ريي
هم ليکوال يي هم د شعر افتخار يي
ستا د شعر ديوانونه د کيسو لوي داستانونه
د وطن له درده ډک دي ستا ليکلي کتابونه
کم خو مه شي ته مي وياړ ددي وطن يي
زمونږ يا ريي په نيويارک که واشنګټن يي
زما زړه کي ځاي لري درونده شاعره
خپلي ښي هيلي درليږمه لوي ما هره
د کامل صحت دعا درته کومه
محفلونو کي دې هر وخت يادومه
د وطن د هر دښمن د سترګو خاريي
هر خاين سره جګړو وته تيار يي
په شعري استعارو کي خاينان دي ټکولي
په سلونو په زرونو فاسدان دې شرمولي
دوطن له درده ته وى ناکراره
چه مي وليدي بيروت کي لمړى واره
هير يي نه يي تل په ياد يي د بيمار
که هر څو ليري اوسيږي بي وطنه بي ديار