مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سپرلۍ نه ده

الهام الدين قيام
سپرلۍ نه ده
ساړه ولاړو،هواښه شوه،وخت بهاردئ
ونې شنې شوې،غوټۍ ګل شوې،جوړسينګاردئ
خوپه خوارولس ،سپرلۍ راغلئ نه دئ
دلته مرګ دئ، دلته چوردئ،دلته ډاردئ

سپرلۍ هغه دی چه زړونه پکې خوښ شي
دخفګان نه ډک ،سرونه پکې خوښ شي
دولس مړې ارزوګانې،راژوندئ شي
غمځپلي ولسونه پکې خوښ شي
چه ېې ډکه له خوښيو زولۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي دی،سپرلۍ نه ده

په مونږ شپه او ورځ،بمونه راوريږي
له اسمانه سره تندرونه را وريږي
لکه مونږبه پکې وسوزي سپرلۍهم
دباران په ځای ،اورونه راوريږي
دلته چا دخوښۍ مخ ليدلۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلۍ نه ده

دلته جنګ دئ،په وطن موسوراوربل دئ
اوس نو خوښه دسپرلي،اختيار ېې خپل دئ
که راځې سوله دې هم ،ځان سره راوړي
که خا لي لاس راغۍ ،بيا ېې نو ازل دئ
دقيام پيغام ،يو څوک سپرلي ته وروړئ
چه هيڅوک له دې ځای روغ وتلۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلۍ نه ده

والدورف/جرمني
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery