مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نیـــلی چغــــــــــــــــا ل

محمد اسحق امانزی


مثـــــــــنوی

لومړی برخه
اوریدلی می قصه ده یو مفهوم پکښی بیان دی
دعبرت ټکی ئی ډیر دی لوی هنر پکښی عیان دی
لوی ارزش پکښی دعلم هم هنراوهم ئی پند سته
یو مرام پکښی بهتردی هم لذت اوهم ئی خوند سته
که کسبونه رنګا رنګ وی یوهم رنګ اورنګما لی ده
درنګمال یوه قصه ده رنګ پخنګ اوما یوسی ده
دشپی کار وء تر سهاره ځکه رنګ د ده پکار وء
دشپی ویښ وءترسهاره  دیګ درنګ به د ده بار وء
کله ډیر ستړی ستومانه یابه ډیره بی خوا بی وه
کله رنګ به ښه پوخ سوی یا به ډیره خرابی وه
نیلی رنګ ورته پکار سویو لوی خم ورته تیار سو
پریشانی دخوب پر راغله نیلی رنګ چی څه عیار سو
شپه هم لږ پر پخید و وه چغــالان په انګو لا سوه
هری خواته لالهانده هری خوا ته په ځغستا سوه
دوی په چرت کی دیو ښکار وه د چرګوړو په هوا وه
د دوی چل ئی وء زده کړی چی په ښکار بی ښه لګیا وه
یوه شپه ډیر وه په منډه چی شکار نه وء دوی حیران شول
ټولی هڅی بی فا یدی وه مخ پرکوربیا دوی روان شول
د یو کــلی په مابین کی د رنګ بوی ئی تر سږمو سو
په تلوار ئی کړه ور منډه دیوښکار په کوښښوسو
دیو غټ کور په انـــګړ کی نابـــلده خـم ولاړ دی
په یوه کوچنی لحظه کی دی پر سردخم ولاړ  دی
نا خبر دخپل تقد یره پښه ئی خم ته ورخطاشول
توازن دلاسه ولاړی په نصیب ئی درنګ خوا شول
چغال  لږ څه وار خطا سو د وتلو کار دشوار سو
ده شروع کړل لپتکی شپه سول تیره پر سها ر سو
هرلحظه چی تیرید له دسهار سپیــــدی چــــاود له
دچاری کار ئی تمام سو هیڅ واره نه وه پر بـــــله
په چرتوکی شین سهار سو ملایان پر اذا نوسول
رنګمال هم دخوبه ویښ سوچی وختونه د لمانځو سول
دخم خواته ور روان سودنیلی رنګ په احــوال سو
دچــغا ل فکر خراب سو ور پیدا ځکه یو سوال سو
څه چاره ورته پکار ده  کوم هنـــر ورته پـکار دی
ور پیا د ئی خپل ټګی شول سترګی پټی دمرګ کار دی
رنګمال تیر سو دخم خواته ګوری رنګ  ډیردی پا شلی
ښه چی وکتل وخـــــم ته یو چغـــال پـــکښی لویــــد لی
رنګــــــــما ل ډیر عصبانی شو په کښنځلو بد ګویی سو
کاشکی نه وای بیده سوې ځکه دی ډیر تــــــــاوا نی سو
درنګمال چیغی شوی پورته یوی پښی ته ئی ور حمله کړه
چغال لاند ی را ګزار سو رنګمال نور کوڅه په خوله کړه
رنګــــمال ورکړی څو لغـــتی پر دا سر سر وچغــــال ته
ډیر ذنګ ذنګ ورته چالان وء ډیر نا مرده په دی حال ته
خـــــدای ناترسه لیونیه تــــا نـن کړی ډ یربد کـــــار د ی
خــپــل عــــمل دلاری مــــل دی دغــــټانو دا ګــــفـتاردی
د د ی کـــــلی په یو سر کی پرته لویـــه کنــــډ والــــه وه
چـــــغال کش سو هـــغه خواتـــه چی لــــغتی ور سره وه
نـــــوربیـــــــا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery