دخپریدو نیټه : 2011-04-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګناه می څه ده
الفت مومند
هسی زه دنورو ښکارشوم
داګناه می ده پښتون یم
چی ولاړ په سر د دارشوم
داګناه می ده پښتون یم
********
دادچا په جرم مرمه
دا دچا خطاکی ګیریم
جنګ په ما راتپل کیږی
همدا زه اخته په ویریم
کور اوکلی کی بمبارشوم
دا ګناه می ده پښتون یم
********
مسلمان یمه ای خلکو
ځکه لر اوبرقتلیږم
دنړۍ دفرعونیانو
په اورونو کی سوځیږم
دغیرت په نوم سنګسارشوم
داګناه می ده پښتون یم
********
دتعلیم له رڼا لری
جهالت تیاروته تللۍ
زما پوهه ماته ګوډه
ښونځی می سوځیدلی
الفت سوی په انګارشوم
داګناه می ده پښتون یم