راشه جانانه د بهار شیبی دی
د ژوند خوږی مګر د شمار شیبی دی
پرخه غوټی غوټی ویده ده د ګلاب پر شونډو
په شنه چمن کی د بلبلو دچغار شیبی دی
شمعی تمامه شپه ژرا کره د هجران تیارو ته
اوس لږ ارامه شوه که خدای کړی د سهار شیبی دی
لاری کوڅی می درته فرش کړی د سپرلی په گلو
هم د وصال هم د مستی هم د خومار شیبی دی
ظالمه مه کوه وعدی چی پری وفا نه کوی
له مرگه سختی په والله د انتظار شیبی دی
چه مینه نه وی سنگرواله ژوند کی پاتی څه دی
د هجر ژوند نه مرګ بهتر دی څه په کار شیبی دی