ماچې يارته ورکړو،ټول واک اواختيار خپل
په اختيار کې بي اختيارکړم ،پاګل يارخپل
مامې خپل يار له ځان ډير هوښيار بللو
کانې جوړې کړې په ما باندې،هوښيار خپل
زه يې پريښوم دپردو په لار روان شوو
زه پردئ شوم يارمې ځانته کړو،اغيارخپل
هرپردئ مې اوس دکورپه راز خبردئ
چه پرديو ته مې يار وايې،اسرار خپل
اوس پردئ ځما دهرڅه،واکدارجوړشو
دئ ځمادکورخاونددئ،شومه خوارخپل
ياردبل په لاس کې ولويدو،پردئ شوو
کوم پردي ته باباوايي،هيريې پلارخپل
زه قيام به له چا،چاته ګريوان څيرم
ما ټول خپله په ځان کړي،کړم اقرارخپل
والدورف/جرمني