چه جغرافیه دی جوړه نه کړه تاریخ نه جوړیږی
په تور سترګو شنومنګو هو ګودر نه جوړیږی
چه ته احساس د پښتنی پړونی ونلری
داننګو په یادولو مجنون نه جوړیږی
فقط دزلفو او دشونـــــــــــــډو یادونه څه ده
چه ته مین نشی ددی نه پاڅون نه جوړیږی
کله شین خال کله شراب کله پیالی یادوی
تش په قافیو ردیفونو غزل نه جوړیـــږی
راشه شاعر شه دټولنی احساسات ښــــــکاره کړه
راشه یو څوک شه دوطن دښکلا واک ښکاره کړه
راشه دپیغلو دځلمو فکرونه وښــــــایه ته
پریږده خمار دوطن پرخی تړی وستایه ته
چه دی دچین دښا پیریوواک پردو ســـــره وی
د جوج ماجوج نه بیا دیو تابان نه جوړیـــــږی
چه د احساس ددرده پورته نشی کړیکه نده
پیمانه ترنګ دی درباب هو پیغام نه جوړیږی