مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوي اهونه

زرلښته حفيظ بشريار


سمندر به مې له اوښکونه جوړيږي
زما دسولې د ارمان پوښتنه وکړئ
مرورسوله  بيا مونږ لره پخلا کړئ
درپه در دمظلومان پوښتنه وکړئ
په پردی وطن کې بيا پښتنه مړه ده
ځنکدن کې دګريوان پوښتنه وکړئ
په سلګوسلګو ژړلې خپل وطن ته
ناموس وګټئ دافغان پوښتنه وکړئ
چې زيارت اوهديره يې معلوم نه شوه
مسافرمړه ده دايمان پوښتنه يې وکړئ
جنګ طوفان دغم لښکر يي ده سم کړی
زماداوښکو دکاروان پوښتنه وکړئ
پلار يي نشته يتيمان دکونډۍ موردي
سپيره مخ دي  ماشومان پوښتنه وکړئ 
حفيظ وايي  دادکونډولښکر ګورئ
د ا فغان  د يتيمان  پوښتنه  وکړئ

دا شعر ديوې پښتنې مهاجرې مورپه مرګ چې  بی بی فاطمه نوميده په داسی حال کې چې خپل وطن ته د بيرته ګرځيدو ډيره ارمانجنه وه هيواد نه بهر د محاجرت په وخت کې مړه شوه ليکله شويده

کالګري البرتا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery